خبرونهټولنه

بغلان؛ د ده صلاح ولسوالۍ ودانۍ د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې      

کابل، د کب ۲۴ مه، باختر

د بغلان د ده صلاح ولسوالۍ د سیمه ییزو مسؤلینو له لوري د  څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د دې  ولسوالۍ د ودانۍ د احاطوي دېوال  د جوړولو چارې پیل شوې.

د بغلان د ده صلاح ولسوال مولوي عزت الله قتیبه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه دېوال ۲۵۰ متره اوږدوالی او ۱۷۵ سانتي متره لوړولی لري، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري یې مالي لګښت ورکول شوی دی.

قتیبه وویل، چې دغه دېوال د څلور میلیونه، ۳۰۰ زره او ۱۰۰ افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د جوړولو تړون یې د سولې آرمان شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د ده صلاح ولسوالۍ ځايي خلک د دې پروژې د پیل هرکلی کوي او وايي، چې ورته نورې پروژې هم باید په دغه ولسوالۍ کې پلي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته