خبرونهښوونه او روزنه

بدخشان کې د څه باندې ۲۰ ښوونځیو ودانۍ بیا رغونې ته اړتیا لري

کابل، د کب ۲۴ مه، باختر

د بدخشان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۰ ښوونځیو ودانۍ د پخوانۍ ادارې په هوايي بریدونو کې ویجاړ شوي دي.

د بدخشان د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر عبدالغني عابدي د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت د یفتل پایان، جرم، وردوج، تشکان، راغستان، شهدا او بهارک ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځيو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري.

دغه راز د بدخشان یو ټولنیز فعال غلام محمد آتش پور له اسلامي امارت څخه غواړي چې د تېرو جګړو له امله د ویجاړوشویو ښوونځیو بیارغونې ته پاملرنه وکړي، ترڅو د زده کوونکو روحیه زیانمنه نشي او په ډاډ منه فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته