کابل باختر دوږي اتلسمه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وږې دمیاشتې په ۱۶ مه نېټه د چین هیواد ارومچي ښار ته د خپل سفر په لړ کې د مرکزي اسیا دسیمه يیزو اقتصادي همکاریو د انسټیټوټ (CAREC) په پرانېستې مراسمو کې ګډون وکړ.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دغو مراسمو کې چې د پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او نورو اسیایې هیوادونود مالیې وزیرانو ګډون کړې و، د سیمه يیزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د دغه انسټیټوټ په رول، د سیمه يیزو پروژو په پلي کېدو، د افغانستان لپاره د دې انسټیټوټ په پروګرامونو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.
دمالیې وزیر د چین دولسي جمهوریت دمالیې وزیر اکسیاو جیي، د دې انسټیټوټ نورو غړو هیوادونو، د اسیا پراختیایې بانک او د مالي ملاتړ کوونکو ته یو ځل بیا د دغه انسټیټوټ د پرانېستې مبارکي ورکړه.ختم- ع
1 1 دقیقه لوستل