خبرونهاقتصادټولنه

بامیانو کې د یو میلیون یورو په لګښت د حرفوي زده کړو ۳ مرکزونه جوړ شول

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر
د بامیانو په مرکز او دوو ولسوالیو کې د حرفوي زده کړو د مرکزونو په جوړولو سره ۲۰۰ نجونو او هلکانو ته د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ او خامک ګنډلو برخه کې زده کړو زمینه برابره شوه.
د حرفوي زده کړو دغه مرکزونه اروپایي اتحادیې په مالي ملاتړ او د اکتید موسسې له لوري په مرکز سربېره سيغان او شيبر ولسوالیو کې د یو میلیون یورو په لګښت جوړ شوي دي.
د یادو مرکزونو د پرانیستلو پرمهال د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي د اکتيد موسسې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د دغه مرکزونو جوړول په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو او کورنيو توليداتو د ودې لپاره مهم او ارزښتناک وبلل.
نوموړي د اکتيد موسسې له مسوولينو وغوښتل چې دغه پروژه نورو ولسواليو ته هم وغځوي، څو د دغو ولسواليو د اوسېدونکو لپاره د زده کړې زمينه برابره شي.
له بلې خوا د اکتيد موسسې مسوول عزيزالله اقبالي د دغې پروژې د عملي کولو په لاره کې د باميانو د والي له پاملرنې او هراړخيزو همکاريو مننه وکړه او د لا زیاتو پروژو د پلي کولو ژمنه یې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته