خبرونهټولنه

بادغیس کې نږدې ۵ زره زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي

کابل، د لېندۍ ۲۵ مه، باختر

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په بالامرغاب او قادس ولسوالیو او مرکز اړوند یو شمېر ښوونځیو کې زده کوونکو ته د څښاک د پاکو اوبو ۷ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د پوهنې ځایي مسولین وایي، د پاکو اوبو دغه سولري سیستمونه د یونیسف په مالي لګښت او د (سي اچ ای) په همکارۍ د ۳۷ میلیونه ۲۴۱ زره ۹۵۷ افغانیو په لګښت جوړ شوي او ۴۸۱۰ تنه زده کوونکي به ترې ګټه واخلي.

د دغو سیستمونو د پرانیستې په غونډه کې د والي مولوي محب الله احسان په ګډون یوشمېر نورو ځایي چارواکو او مسولیونو ګدون کړی وو او د اوبو دغه پروژه یې مهمه بللې ده.

دوی له همکارو موسسو د ورته نورو پروژ د پلې کولو غوښتنه هم کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته