امنیت

حامدکرزي په ننګرهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو عمليات په کلکه وغندل

کابل باختر دليندي دويمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په ننګرهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو عمليات چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول؛ په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
دننګرهار د والي مولوى عطاالله لودين د معلوماتو له مخې خاصو امريکايي ځواکونو د روان کال د لړم دمياشتې په اته ويشتمه نيټه د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په شبدياني کلي کې د شاکرالله او روشن په نومونو د دوو ورونو په کورونو چې د خټګرى او د نلونو د غځولو کار يې کاوه؛ عمليات ترسره کړل او دغه دوه ورونه يې شهيدان کړل .
دننګرهار د والي دڅرګندونو له مخې: د سيمې خلک له دغې پيښې وروسته ده ته وراغلل او د پيښې د بهير په باب يې معلومات ورکړل او ويې ويل چې د سيمې په خلکوظلم شوى دى.
ده زياته کړه چې خلکو له دولت څخه وغوښتل چې ددغه شان پيښو د تکرار مخه ونيسي. له دې پرته دوى له دولت سره مقاطعه کوي.
د هيواد جمهور رييس ددغو عملياتو د غندلو په ترڅ کې وويل چې د افغانستان دولت له کلونوکلونو راپديخوا د افغانستان د خلکوپه کورونو د بهرنيو ځواکونو دعملياتو د بندولو غوښتنه کوي او دمشورتي لويې جرګې دبلنې يوعلت همدا دى چې زموږ د خلکو په کورونو دغه شان پوځي عمليات او د امريکايي ځواکونو نورو خپل سريو ته په پاملرنې سره، زموږ ملت په افغانستان کې ددغه هيواد د ځواکونو د شتون د راتلوونکي په باب تصميم ونيسي .
دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهور رييس د شهيدانو کورنۍ ته دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او د لوى خداى ( ج )  له دربار څخه دوى ته دجميل صبر او ټپيانو ته د بيا رغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته