خبرونهټولنه

بادغيس کې د ترافيکي پيښې له کبله لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د سلواغې ۲۶مه، باختر
ځايي چارواکو د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د ترافيکي پيښې له کبله لسو تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ ویاند صديق اللّٰه صديقي باختر آژانس ته ويلي چې ياده پېښه پرون ماښام د مقر ولسوالۍ د کوتل خاکي په سيمه کې د لوکسل او سراچه ډوله موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره په دغه پېښه کې د يوه ماشوم په ګډون درېيو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او د يوې مېرمنې په ګډون ۷تنه نور ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته