امنیت

دښځينه جيل بنديانو په اعتصاب لاس پورې کړ.

مسولين :  دبنديانو ستونزې  څيړل  کيږي.

کابل – باختر دمرغومي  د مياشتې ٢٧
په  کابل دښځينه جيل بنديانو له  شپږو  ورځو راپه دې خوا د  ډوډۍ  نه خوړولو په اعتصاب لاس پورې کړى دى  او دخپلو دوسيو دڅيړنې ، دمجازاتو دتخفيف او يو شمير هم  دخوشې کولو غوښتنه کوي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
اعتصاب کونکې له رسنيو سره په  اړيکه کې په دې ټکى ټينګار کوې چې دبګرام دجيل بنديان  د هغوى دجرمونو او دجنايتونو دکچې له پام کې نيولو پرته  آزادشول دغه حق بايد دوى ته هم  په پام کې ونيول شي .
دغه بنديان وايي چې د دوى د زياترو جرم  ځان او يا يو تن يې زيانمن کړې دي خو دبګرام دجيل په  بنديانو کې  داسې کسان هم  شته د ځانمرګو بريدونو په   تر سره کولو سره عام  وژنه کړې ده خو نن  آزاد  دي.
دکابل په ښځينه جيل کې  ٢٣٠ تنه نجونې او ښځې په  وژنو ، دنشه يي توکو په قاچاق کې دلاس لرلو او له کور څخه دتيښتې په  شان  د  جنايي جرمونو له  امله بنديانې دي او يو شمير دغه ميرمنې په جيل کې خپل ماشومان هم له ځان سره لري ځينو  دمحکمې حکم  د ځان په وړاندې ترلاسه کړى  دي او داسې ښځې هم شته چې دمحکمې له  حکم  پرته  په جيل کې شپې سبا کوي .
يو امنيتي مسوول چې دنوم له اخستلو څخه   يې ډ ډه وکړه  وويل  ، د ښځينه جيل دبنديانو جرمونه دبګرام دجيل له بنديانو څخه  توپير لري  .
د پروان په  جيل کې زياتره   هغه کسان و چې مشهود او ثابت شوى جرم نه لري اويا د اطلاع  له  مخې د بهرنيانو له خوا نيول شوى دى اويا دا چې دمشکوک په  توګه يې  کلونه  کلونه  په جيل تيرکړى وو ،  له دې جملې څخه  داسې اشخاص چې خطرناک  و تثبيت شوى او محکمه  به شي.
په همدې حال کې له محکمو سره د توقيف خونو د اړيکو رييس جنرال عبدالمالک
شهاب د بآختر آژانس خبريال ته وويل :   زه د دندې په اړوند په  خپله ښځينه جيل
ته تللى يم او له نږدې مى له هغوى سره  خبرې کړې دي دهغوى غوښتنې نظريې
او پيشنهادونه يې په ليکلي  ډول راټول شوي دي او ډير ژر به وڅيړل شي .
ده هيله وکړ چې بنديانې خپل اعتصاب پاى  ته  ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته