خبرونهTOPنړۍ

ایران له اسرایلو خپل غچ واخیست

نړۍ، د وري ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته تر هغې چې اسرایلو په دمشق کې د ایران کونسلګري په نښه او د سپاه پاسداران مهم قومندانان یې ووژل، ایران نن یکشنبې د ورځې په لومړنیو ساعتونو کې پر اسرایلو د کروز، بالستیک او ډرون توغندیو باران پیل کړ او دې سره یې خپل غچ واخیست.

ایراني چارواکو ویلي، که چېرې اسرایلو کوم بل اقدام وکړ، نو د ایران ځواب به له دې هم سخت وي.

ورته وخت کې امریکا له اسرایلو غوښتي، چې پر ایران تر هر ډول برید مخکې واشنګټن په جریان کې کړي.

د اسرایلي رسنیو د راپورونو په حواله اکثریت توغندي د رامون په نوم پوځي اډې کې لګېدلي، چې ممکن تلفات یې اړولي وي.

اسرایلو په ملګرو ملتونو کې د ایران د دغه برید په اړه د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته