نړۍ

په سوريه کې دکيمياوي وسلو دکارولو مدارک تر سترګو شوي دي .

واشنګتن باختر د ثور اوه ويشتمه :
  دامريکا جمهور رييس بارک اوباما ويلي دي چې هيواد يې په سوريه کې دکيمياوي وسلودکارولو په باره کې مدارک ليدلي دي .
اوباماچې دترکيې له صدراعظم رجب طيب  اردوغان سره په واشنګټن کې کتلى ، په يو خبري کنفرانس کې وويل  چې بايد ددغو وسلو دکارولو په باره کې دقيق  جزئيات  ترلاسه کړو .
دامريکا جمهور رييس پرون په سپينه ماڼۍ  کې د ترکيې دصدراعظم رجب طيب اردوغان کوربه و او دوي له کتنې وروسته په يو مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ .  بارک اوباما په دې خبري کنفرانس کې دسوريې دبحران په باره کې ويلي دي چې دى اودترکيې صدراعظم دسوريې په بحران دلاسبري لپاره هڅه او هاند کوي .
دامريکا جمهور رييس دغه راز په سوريه کې له ترکيې سره دبحران داړيکو په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل چې امريکا به دسوريې له پناه غوښتنوونکو سره دبشري مرستو ددوام لپاره له ترکيې سره مرسته وکړي .
دترکيې دصدراعظم دڅرګندونو له مخې، دامريکا له جمهور رييس سره دخبرو وړ نور موارد دعراق سياسي حالت او دفلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ دمنځني ختيځ دسولې خبرې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته