خبرونهنړۍ

ایران د اسرایلو ۴ نور جاسوسان هم اعدام کړي

نړۍ, د مرغومې ۹ مه, باختر
د ایراني رسنیو د راپورونو په حواله د دغه هېواد حکومت ۴ هغه کسان چې د اسرایلو استخباراتي ادارې موساد ته یې کار کوه، پرون جمعه په ځایي وخت سهار مهال اعدام کړي دي.
ایراني چارواکو ویلي، دغه کسان په ورستیو څو ورځو کې د ایران دننه نیول شوي وو او د دوسیو د قانوني طی مراحل کولو وروسته اعدام شوي دي.
څو ورځې وړاندې هم ایراني حکومت د اسرایلو یو جاسوس په دار ځړولی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې د سپاه پاسداران یو قومندان او ورسره ملګري یې د سوریې په پلازمېینې دمشق کې د اسرایلو په راکټي بریدونو کې ووژل شول، چې د تهران سخته غوسه یې راوپاروله او ګواښ یې وکړ، چې غچ به یې واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته