سیاست

د آسيا د زړه استانبول بهير غونډه د ايران په ګډون جوړه شوه

باکو باختر دکب  اته ويشتمه :
  د آسيا زړه _ استانبول بهير د هېوادونو کلني کنفرانس پرون له افغانستان سره د مرستې لپاره په باکو ښارکې جوړ شو .
په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د ايران مرستې وڅيړلې شوې .
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د لويديځې آسيا د چارو لوى مدير امنيتي او سياسي مسئلې او دغه راز د سيمه ئيزو-اقتصادي همکاريو د زياتوالي لپاره د هېوادونو هلې ځلې په دې غونډه کې د څيړنې وړ موضوعګانې وبللې .
ده له ايرنا سره په مرکه کې وويل: د افغانستان د سياسي او امنيتي حالت په باب ښې خبرې وشوې او په دغه هېوادکې د موجودو ستونزو د حل لپاره د مرستې لارې چارې وڅيړلې شوې .
ده د افغانستان د سولې په بهيرکې د استانبول بهير له غړو هېوادونوڅخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره خپلې غوښتنې او وړانديزونه طرحه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته