نړۍ، د وري ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلي رژیم دفاع وزارت ویلي، چې ایران تر دا مهاله ۳۰۰ توغندي، چې کروز، بالیستیک او ډرون په کې شامل دي، توغولي دي.
د راپورونو له مخې دغه توغندي له ایران، یمن او عراق څخه توغول شوي دي.
ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې ایران سره د مخامخ کېدو اراده نه لري، خو سیمه کې له خپلو سرتېرو او موخو او دغه راز اسرایلو څخه دفاع ته دوام ورکوي.
همدارنګه اسرایلي رسنیو د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د صهیوسنتي رژیم د کابینې په بېړنۍ ناسته کې، چې نن سهار ترسره شوه، ایران د ځواب ویلو په اړه څه نه دي ویل شوي او ټاکل شوې دغه تصمیم نن ماسپښین په یوه بله ناسته کې ونیول شي.