فرهنګ

جمهور رئیس غني د افغانستان د پوځي تاریخ او د وطن د معمارانو کتابونو د مخکتنې په غونډه کې ګډون وکړ

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د ملي راډیو تلویزون په تالارکې د افغانستان د پوځي تاریخ او د وطن د معمارانو کتابونو د مخکتنې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست سلاکارانو او یو شمېر ادیبانو، پوهانو او لیکوالو په کې ګډون کړی و، جمهوررئیس د یادو کتابونو له لیکوالوڅخه د مننې پرمهال وویل: د ویاړ ځای دی چې علي احمد جلالي د مرحوم علامه حبیبي، استاد کهزاد، غبار او نورو تاریخ لیکوالو د تاریخ لیکلو سلسله تازه کړه.
جمهورریس غني وویل: جلالي د یوه مسوول افغان سیاستوال په توګه په دې کتاب کې خپل فکر او عمل دواړه سره یو ځای کړي دي؛ د افغانستان د پوځي تاریخ کتاب نه یواځې چې  بین المللي سټنډرډ دی، بلکې تر هغې هم لوړ دی او په راتلوونکو سلو کلونوکې به هم د یوه مهم سټنډرډ په توګه پاتې وي.
جمهورريیس څرګنده کړه، زموږ اساسي ستونزه د تاریخ لیکلو په برخه کې د تېر تاریخ په برخه کې وه چې دافغانستان د پوځي  تاریخ کتاب کې دغه ستونزه په اساسي ډول مطرح شوې ده، خو باید دوو نورو اړخونو ته چې هغه د افغانستان د فرهنګ او سوداګرۍ تاریخ دی، هم پاملرنه وشي.
د هېواد جمهوررئیس وویل: که څه هم افغانستان د سیمې په کچه د زرګونه کلونو لپاره د فرهنګي یوځای کېدو مرکز وو، ولې موږ په خپل دغه فرهنګي تاریخ بشپړ پوه نه یوو او اړتیا ده چې په دې برخه کې هم پوه شو.
هغه زیاته کړه: زما له ټولو لیکوالو او ځوانانو هېله ده چې د افغانستان د فرهنګي او تجارتي تاریخ په برخه کې هم کار وکړي.
جمهوررئیس غني اړوندو مسوولېنو ته لارښوونه وکړه چې دافغانستان د پوځي  تاریخ کتاب د څېړلو لپاره دې یو سیمینار جوړ شي، ترڅو محققین وکولای شي د هر څپرکي په اړه خپلې مقالې ولیکي.
جمهوررئیس وویل، د مېرمنو کارنامې زموږ د تاریخ یوه لویه برخه جوړوي، خو ډېر خلک زموږ د مېرمنو په تاریخ باندې نه پوهېږي او لازمه ده چې دا برخه هم ذکر شي.
جمهوررئیس غني ټینګار وکړ: که غواړئ افغانستان جوړ کړئ، نو افغانستان وپېژنئ. هغه زیاته کړه: ضرور ده چې په ټوله کې د بحث فرهنګ ولرو او ځوانان باید په دې برخه کې لا ډېره هڅه  وکړي.
په دغو مراسموکې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ رئیس شاه محمود میاخېل له جمهوررئیس غني، لیکوالانو او فرهنګیانو څخه مننه وکړه ويې ویل، هر کتاب ځینې تېروتنې او خالیګاوې لري چې د وطن معمارانو  لومړي ټوک هم د مېرمنو د ونډې په برخه کې ځینې خالیګا لرلې، خو دغه خالیګاوې د وطن معمارانو کتاب په دوهم ټوک کې ډکې شوې دي.
ورپسې ثناالله تسل د افغانستان د پوځي تاریخ کتاب په اړه معلومات ورکړل ويې ویل: په دې کتاب کې د تېرو ۲۰۰ کلونو په اړه تفصیلي بحث شوی په ځانګړي ډول د افغان –انګلیس جګړې، شوروي یرغل، طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو راتګ ته په کې کتنه شوې او په دې برخوکې یې شته تشو او نېمګړتیاوو ته اشاره کړې ده.
تسل زیاته کړه، لومړی ځل دی چې د افغانستان د پوځي تاریخ کتاب یو افغان مورخ نړیوالو ته وړاندې کوي. هغه وویل، د کتاب ځانګړنه دا ده چې لیکوال له پوځي اړخه ټولې ستونزې په یوه خاص سبک په خپل کتاب کې راټولې کړې دي.
وروسته د افغانستان د پوځي تاریخ کتاب لیکوال او په جرمني کې د افغانستان سفیر پروفیسرعلي احمد جلالي د جمهوررئیس او ټولو ګډونوالوڅخه د مننې ترڅنګ وویل: د لومړي ځل لپاره یې د دې کتاب لیکل نږدې ۴۵ کاله مخکې پیل کړي وو، خو هغه مهال د سیاسي شرایطو د سانسور او لومړي لاس منابعو ته د لاسرسي نشتوالي سره مخ وو.
جلالي زیاته کړه: هغه خپل کتاب په دوه ټوکو کې لیکلی وو چې په لومړي ټوک کې یې د افغانستان پوځي تاریخ تر اتلسمې پېړۍ او دوهم ټوک کې یې تر ۲۰۱۵ کال پېښې څېړلې وې، خو وروسته وتوانېد چې لومړی ټوک په ۶۰ مخونوکې په همدې کتاب کې ځای پرځای کړي.
د غونډې په پای کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ رئیس شاه محمود میاخېل جمهوررئیس غني ته د وطن د معمارانو کتاب ډالۍ کړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته