کابل / د غويي ١٠مه / باختر
د هېواد په جنوب کې قندهار تېره شپه د افغان ځواکونو او په طالبانو ډلې پورې د تړلو کسانو ترمنځ د نويو جګړو ډګر و.
پوځي مقامات وايي چې په دغو جګړو کې د درېو سرګروپانو په ګډون ٢٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړې په پنجوايي او ميوند ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو او کاروانونو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته ونښتې.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د طالبانو له بريدونو وروسته هوايي او ځمکنيو ځواکونو په ګډه د يرغلګرو پر ځپلو اقدام وکړ.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو بریدونو کې د درېو سرګروپانو په ګډون ٢٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونه د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٨ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين د ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج-ا