خبرونهامنیت

اووه طالبان په هلمند کې ووژل شول

 

۲۱- کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر

په داسې حال کې چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو پرخلاف عمليات دوام لري، پوځيانو څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه د پاکولو خبر ورکړ.

د رپوټونو له مخې؛ دغه راز د دغو عملياتو په بهير کې په نويو نښتو کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول.

دغه پوځي عمليات درې ورځې مخکې د طالبانو د شتون او فعاليت د پراختيا په دوام د ناوې په ځينو برخوکې د هوايي حواکونو په ملاتړ د سلګونو پوځيانو په ګډون پيل شول او لا هم دوام لري.

د هلمند د پوليسو د امنيت آمر افسر محمد رحيم نورزي باختر آژانس ته وويل چې پوځيانو د دغو عملياتو په بهيرکې وکولاى شول د ناوې ولسوالۍ څو کلي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک کړي.

هغه تاييد کړه چې تېره شپه د دغو عملياتو په بهيرکې نښته وشوه چې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول.

ويل کېږي چې د دغو عملياتو په بهيرکې ٣٦ وسله وال طالبان په ناوې کې ووژل شول او لسګونه نور يې ټپيان شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم-شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته