کابل / د سلواغې دويمه /باختر
دعامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د ٨٠ مثبتو پېښو د ثبتولواوپه دغې ناروغى د ٧ تنو اخته کسانو د مړينې خبرورکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په افغانستان کې د کرونا ويروس د نويو پېښوپه ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر ٥٤٤٨٣ تنو ته رسېدلى دى.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٧ تنه د کرونا له امله مړه شوي دي چې په دې ترتيب په هېواد کې د کرونا ويروس د قربانيانوشمېر ٢٣٧٠ تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويوکسانوشمېر ٤٦٨٨٧تنوته رسېدلى دى .
د عامې روغتيا وزارت مسوولين له خلکوغوښتنه کوي چې د دغې ناروغى د زياتې خپرېدو د مخنيوي په خاطر وقايوي تدبيرونو رعايت کړي .
ختم_ ج _ ا