کابل باختر د مرغومى اوولسمه :
په قندهار ولايت کې ديوه خصوصي شرکت مسوول نن ووژل شو .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک باختراژانس ته خبرورکړ ، ناپيژاندو وسله والو کسانو يو تن دقندهار ښار دديارلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې داغاصاحب زيارت په سيمه کې په ډزو سره وواژه .
خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل وژل شوى سړى دقندهار ولايت يو ملکي اوسيدونکي و او په دغه ولايت کې يې ديوترانسپورتي شرکت مسووليت په غاړه درلود .
يوه اړونده خبرځاى وويل يرغلګر تښتيدلى دى خو پوليسو دقضيې دپلټنې او څيړنې لپاره هلې ځلې پيل کړى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ