کابل باختر د وږي دمياشتې ١٤ :
د ملي اردو ځواکونو پرون د هېواد په بېلابېلو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٧٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو ځواکونو دغه عمليات د کونړ ولايت د اسمار، د غزني ولايت د ګيرو، مقر او د قره باغ، د لوګر ولايت د محمدآغې او خوښۍ او د پکتيا ولايت د زرملې، د پکتيکا ولايت د واغَـــظ، دخوست ولايت د موسى خيلو د قندهــــار ولايت د ژيړي، غورک او د خاکريز، د تخار ولايت د خواجه غار، د کندز ولايت دقلعه ذال او د فارياب ولايت د قيصار او غورماچ د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ٧٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧١ تنه نوريې ټپيان شول او په لسګونو ماينونه ترلاسه شول.
دغه راز د ملي دفاع وزارت تاييدوي چې د ملي اردو ١٠ تنه سرتيري د امنيتي دندو په بهيرکې شهيدان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل