خبرونهTOPنړۍ

امریکایي سناتور اسرایلو سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې په اړه مخالفت ښودلی

بهرنۍ رسنۍ، د لېندۍ ۱۴مه، نړۍ

د امریکا د سنا مجلس جمهوریت غوښتونکي غړي برني سنډرز د دوشنبې په ورځ په دغه مجلس کې د وینا پر مهال د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن له هغه وړاندیز سره مخالفت ښودلی، چې له مخې یې واشنګټن به اسرایلو ته ۱۰،۱ میلیارده ډالر مرسته کوي.

نوموړي ویلي، چې اسرایلو کې د بنیامین نتانیاهو له حکومت سره دغه مرسته کول، چې غزه کې د نوموړي د پوځي عملیاتو د دوام سبب ګرځي، یو غیرې مسولانه عمل دی او نه باید وشي.

سندرز دغه راز غزه کې د نتانیاهو اوسنی دریځ او عمل غیرې اخلاقي او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بللی او زیاته کړې یې ده، چې د امریکا متحده ایالات باید په دغه جرم کې شریک نه شي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا د اسرایلو له اصلي ملاتړو څخه ده او د روانې جګړې په درشل کې د ولسمشر بایډن په ګډون د دغه هېواد لوړ رتبه چارواکو د خپل ملاتړ د څرکندولو په هدف سیمې ته سفرونه کړي او دغه راز پوځي مرستې یې هم ور رسولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د صهیونستي اشغالګرو او حماس غورځنګ ترمنځ د جګړې نن سه شنبې ۶۰ مه ورځ ده او وروستیو ورځو کې اشغالګرو ځواکونو په غزه کې خپلو هوایي او ځمکنیو بریدونو ته د بل هروخت په پرتله زور ورکړی او ګڼ شمېر عامو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته