ټولنه

د حضرت سلطان دولتي مسوولينو خلکو ته د خپلو کارونو رپوټونه ورکړل

– کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د سمنګانو ولايت د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې خلکو ته د مسوولينو د حساب ورکولو غونډه نن جوړه شوه. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دغه غونډه د لومړي ځل لپاره د دغې ولسوالۍ په اداره کې د شفافيت او حساب ورکولو د رامنځته کولو په مقصد جوړه شوه . دغه غونډه خلکو ته د مسوولينو د ځواب ورکولو تر نامه لاندې د آغاخان د ساحوي دفتر له خوا د دولتي مسوولينو د کاري اجرااتو د وړاندې کولو په خاطر جوړه شوه چې په هغې کې قومي مشرانو، د خلکو استازو، ښځو او د دغې ولسوالۍ د دولتي ادارو مسوولينو ګډون کړى و. د غونډې په پيل کې د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت خلکو ته خپل کاري رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې دى او د ده همکاران د خلکو خدمتګاران دي او اوس د دغې ولسوالۍ په ټولو کليوکې امنيت تامين دى او خلک يې د دولت د پروګرامونو ملاتړ کوي. فطرت زياته کړه: د روغتيا، پوهنې، کرنې، فوايد عامې، برښنا او مخابراتو په برخوکې د خلکو ستونزې حل شوې او د هغوى په ژوندانه کې کلي بدلون رامنځته شوى دى . د ښې حکومتوالۍ د پروژې يوه مسوول ددغې غونډې د جوړولو هدف د حکومت او خلکو ترمنځ د اړيکو ټينګښت وباله . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته