کابل/ د مرغومي ٢٣مه / باختر:
افغانستان ته د ازبکستان صادراتي برېښنا تخنیکي ستونزه هواره شوه اوبرېښنا بېرته عادي حالت ته راورګرځيده.
د باخترآژانس دخبرله مخې؛ د برېښنا شرکت چارواکي وايي، په ازبکستان کې د تيلي مرجان د برېښنا د توليد په دستګاه کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې وه او له همدې امله دوی افغانستان ته د صادراتي برېښنا د لېږد اندازه کمه کړې وه.
له نېکه مرغه نن سهار شاوخوا ۷ بجې ازبکستان خپله صادراتي برېښنا بېرته عادي حالت ته راوګرځوله.
د یادونې وړ ده چې له دې وروسته د پرچاوى تطبيق به د بریښنا د کمښت او د مزو د اضافه بار له امله وي.
\ ذ