امنیت

دپوليسو منسوبين وستايل شول .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دجمهوري رياست له  حکم سره سم  په پنجشير ولايت کې دپوليسو ددريو تنو منسوبينو فعاليتونه  نن وستايل شول .
دپنجشير ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال نجم خان  دبازارک دلومړۍ حوزې  آمر شيخ احمد  او دجيل آمر  وحيد الله خيرخواه  دجمهوري رياست له حکم سره سم  دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې  په وياړ وستايل شول .
  دکورنيو چارو وزارت دتحليل او ستراتيژۍ   دڅيړنې رييس  جنرال شاه ولي صافي  چې دمقاومت اوسنګردار دمډال دورکولو په وخت کې  خبرې کولې وويل چې دهيواد  امنيتي  مسوولينو دخپلو مشرانو  دپښومنډ  تعقيب کړى دى او دهيواد   دخپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا  او دملي نواميسو  دفاع يې  کړې ده .
صافي زياته کړه دپنجشير ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دريو تنو منسوبينو ته دغه مډالونه دهغوى دهڅونې په مقصد ورکړى شوي دي .
په همدې حال کې دپنجشير ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالعزيز غيرت دکورنيو چارو وزارت  له مقاماتو  څخه دمننې په ترڅ کې وويل دواکمنو مقاماتو له خوا دغه شان نوښتونه کيداى شي  دکاري بهير  له ګړندي  کولو سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته