ټولنه

اعلاميه

کابل /د ليندۍ ١٤مه /باختر
د جنرالې سهيلا صديق د مړينې په اړوند د ملي روغې جوړې د عالي شورا اعلاميه.
په ژورې خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړچې د هېواد د روغتيايي او پوځي کادرونو او په روغتيايې او پوځي برخه کې د افغانستان د ښځو يوه مخکښه ډګرجنرالې سهيلا صديق د هغې ناروغى له امله چې ورپېښه شوې وه، نن سهار په کابل کې مړه شوه .
جنرالې سهيلا صديق څه ناڅه نيمه پيړۍ هېواد ته غوره خدمتونه ترسره کړي دي. په پوځي او روغتيايي برخو کې د هغې ځلاندې کارنامې او په ټولنه کې د ښځو د شتون او د مقام د تثبيتولو په لاره کې د ستاينې وړ او نه هېرېدونکي دي.
ميرمن سهيلا صديق هيڅکله او تر هيڅ شرايطو لاندې له هېواد څخه ونه وتله او په ډېرو سختو ورځو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېده او د دغه هېواد بچيانوته د خدمت په لاره کې نه ستړې کېدونکي کارونه وکړل.
زموږ خلک به د هغې صادقانه خدمتونه هېر نه کړي .
جنرال سهيلا صديق بريالى پوځي ډاکتره وه چې له ځان څخه يې زياتې ژمنې اوغوره والى وښودله او په ١٣٨١ کال کې د عامې روغتيا د وزيرې په توګه د هېواد د کابينې غړې شوه
د ميرمن سهيلا صديق مړينه زموږ خلکو او هېواد ته يوه ستره ضايعه ده او د هغې درنې کورنۍ او د افغانستان خلکوته د ډاډګېرنې د وړاندې کولو په ترڅ کې ميرمن سهيلا صديق ته د فردوس جنت هيله کوو.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته