امنیت

په قندهار کې دبهرنيو پوځيانو په کاروان ځانمرګي بريد وشو .

کابل باختر  دزمري ١١:
دقندهار ښار په شوراندام سيمه کې نن له غرمې وروسته دبهرنيو پوځيانو په کاروان  ځانمرګي بريد وشو .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دغوڅ ملاتړ  دماموريت  په هغې اعلاميه کې چې رسنيو ته  ليږل شوې ده  دغه بريد تاييد شوى دى .
په دې اعلاميه کې  ددغې پيښې له امله  دسر داوښتو زيانونو اومالي تاوانونو په باب څه نه دى ويل شوى .
دپيښې په ځاى کې عيني شاهدان وايي چې په دې پيښه کې دبهرنيو پوځيانو دوه موټرونه ويجاړ شوي دي  .
  دوسله والو طالبانو ډلې  ديوې اعلاميې په خپرولو سره ددغې پيښې  مسووليت په غاړه اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته