سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت د فلسطين په خاوره کې د اسرائيلو له لوري د زرګونه کورونو جوړولو پرېکړه په کلکو ټکو وغندله

کابل، د کب ۱۸مه، باختر
اسلامي امارت د فلسطين په خاوره کې د غاصبو اسرائيلي رژيم له لوري د زرګونه کورونو جوړولو پرېکړه په کلکو ټکو وغندله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي افغان حکومت د صهیونستي اشغالګرو له لوري د فلسطین په لوېدیځه غاړه (الضفة الغربية)کې د ٣٥٠٠ نویو میشت ځایونو جوړولو پرېکړه په کلکو ټکو غندي.
په خبرپاڼه کې د صهيونيستي رژيم دغه ناوړه اقدام د فلسطیني ځمکو د اشغال په لړ کې یو بل بربنډ تېری بلل شوی دی.
اسلامي امارت همدارنګه په ټینګه د اسرائيلو د دغه اقدام د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته