سیاست

صلاح الدين رباني د ٥+١ له ډلې سره د ايران د وروستۍ موافقې له امله مبارکي وويله

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې٢٤
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له ٥+١ ډلې سره د ايران له وروستۍ موافقې له امله خپل ايراني سيال ته مبارکي وويله.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغه پيغام کې چې په همدې مناسبت د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په نامه ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:
((د ايران د اټومي پروګرام په باب د ايران د اسلامي جمهوريت او د ٥+١د هيوادونو ترمنځ د ترلاسه شوې موافقې په هرکلي سربېره د دغه ستر برياليتوب له امله د ايران پتمنو خلکو په تېره بيا عالي جناب او ستاسوکاري ټيم ته مبارکي وايم .
د افغانستان اسلامي جمهوريت تل د خبرو له لارې د ايران دا ټولې مسئلې د حل کولو ملاتړ کوي او هغه د سيمه ييزې سولې، ثبات، همکارۍ او همغږۍ په ګټه په تېره بيا له تروريزم او له نورو نويو رامنځته شويو ګواښونو سره د مبارزې په لاره کې ګټور بولي.
بشپړ باور لرم چې د ايران پرخلاف د بنديزونو لغوه کول به د سيمه ييزو تجارتي اړيکو او په تېره بيا د دواړو ورونو او مسلمانو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د لا زيات ټينګښت او پراختيا سبب شي او د افغانستان په ګډون د سيمې د هيوادونو لپاره به مثبتې پايلې ولري.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته