سیاستخبرونهامنیتTOP

اسلامي امارت د بيان ازادۍ ته ژمن دی، خو په دې شرط چې د چا توهين يا د عزت سپکاوی پکې نه وي شوی

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت له لوري نن د ټولو ولایتونو د امنیې قومندانیو د ویاندویانو د ظرفیت لوړولو په موخه په پلازمېنه کابل ښار کې ۵ ورځنی ستراتېژیک سیمینار پیل شو.

د یاد وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د یاد سیمینار د‌ پیل په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د بيان ازادۍ ته ژمن دی، خو په دې شرط چې د چا توهين يا د عزت سپکاوی پکې نه وي شوی، دا کار نه په اسلامي شريعت کې جواز لري او نه په افغاني کلتور او عنعناتو کې ځای لري.

عمري همدارنګه وویل هغوئ، چې اوس هم د پرديو هېوادونو په لمسون د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو په موخه جاسوسي او د نظام د تخريب هڅې کوې، بايد په دې وپوهېږي چې خپلو شومو موخو ته به ونه رسېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د دښمنانو له لوري کله ناکله په افغانستان کې پر شعيه وروڼو بريدونه د دې لپاره کېږي، چې د افغانانو تر منځ د مذهب په نوم نفاق خپور کړي، خو دغه ارمان به يې پوره نشي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين مولوي عتیق الله عزيزي د دا ډول سیمینارونو دایرول نېک اقدام وباله او ويې ویل چې د حکومت ټول وياندويان بايد هڅه وکړي، چې له رسنيو سره ښه همغږي ولري او اړوند مالومات ورسره پر وخت شريک کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېر کې به د افغان کډوالو موضوع د وخت پر رژيمونو د فشار په توګه استعمالېده، خو اسلامي امارت له پاکستان څخه د را شړل شويو کډوالو لړۍ په تش لاس دومره ښه مدريت کړه، چې نړۍ ورته حيرانه ده.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست رئيس مولوي رحمت الله کاکازاده وویل چې د افغانستان دښمنانو دلته د فکري جګړې او اذهانو د تسخير په موخه بيليونونه ډالر مصرف کړل، تر دې چې دوئ به يو شمېر پيغلې او ځوانان د دې لپاره استخدامول، چې د ښار په واټونو کې په داسې جامو کې وګرځي، چې له افغاني کلتور او اسلامي مدنيت سره په ټکر کې وي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سیمنار د پیل په مراسمو کې د افغانستان د خبریالانو ټولنې مشر او د یو شمېر خصوصي رسنیو استازو په خبرو کې وویل چې د حکومتي ویاندویانو او رسنیو ترمنځ همغږي ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې ده او تمه کېږي، چې د دا ډول سیمنارونو په دایرولو سره به پاتې یو شمېر ستونزې هم حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته