کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د اروپایي اتحادیې له سرپرستې رافیلا لودیک او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
حقاني رافیلا لدیک او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په پاکستان، ایران او ترکیې هېوادنو کې د کډوالو د وضعیت او په اجباري توګه هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د ارقامو په اړه مالومات ورکړل.
رافیلا له حقاني څخه د راستنېدونکو کډوالو د غوره مدیریت او تنظیم په برخه کې
مننه وکړه او ويې ويل چې موږ باید په ګډه او پوره همغږۍ راستنېدونکو ته خدمات وړاندې کړو او همدا راز یې د راستنېدنکو کډوالو له پاره د ۱۴۲ میلیون یورو مرستې اعلانولو ژمنه وکړه.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې کوربه هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، ایران او ترکیه بايد د افغان مهاجرینو د ځورولو څخه لاس واخلي او د دوی انساني او بشري حقونو ته درناوی وکړي او خپل اموال له دوی څخه په ناقانونه توګه ضبط نه کړي.
همدا راز یې راستنېدونکو ته د خېمو او کور جوړولو په موخه د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت له لوري یې دوی ته د امنیت او شفافیت ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې مېرمن رافیلا په نږدې راتلونکي کې په سرحدي سیمو کې د راستنېدونکو له وضعیت څخه د لیدنې ژمنه هم وکړه.