روغتیا

١٥٠زره سي سي وينه ورکړل شوه

فراه باختر د تلې  لسمه :
د فراه خلکو د حسيني عاشورا په درناوي وينه ورکړه .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې پروګرام کې د فراه ښار په سلګونو تنو اوسيدونکو په خپله خوښه ١٥٠زره سي سي وينه ورکړه .
وينې ورکوونکو دغه اقدام د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د لسمى حضرت امام حسين (ع) د شهادت د تلين د درناوي په خاطر د امنيتي او دفاعي ځواکونو له ټپيانو سره د مرستې په خاطر ترسره کړ .
د فراه والي ډاکتر محمد عارف د فراه د خلکو د دغه يون قدرداني وکړه او هغه يې د کربلا د شهيدانو د درناوي او د هېواد له پوځيانو سره د ملاتړ په لاره کې  د پيوستون نښه نښانه وبلله .
  د يوبل خبرله مخې:
د بغلان ولايت د پلخمري خلکو هم په همدې مناسبت وينه ورکړه .
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالعليم غفاري د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې پروګرام کې ٥٩ زره سي سي وينه راټوله شوه.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته