سیاست

اجراییه رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د خوړو او کرنې له رییس سره وکتل

کابل باختر د لیندۍ ۲۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجراییه رییس ډاکترعبدالله عبدالله پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د خوړو او کرنې له رییس ښاغلي راجندال آریال سره وکتل.
باختر آژانس ته د اجراییه ریاست د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې: 
په دې غونډه کې آریال، په افغانستان کې د دغه سازمان مفصل فعالیتونه د هېواد اجراییه رییس ته بیان کړل.
د دغې غونډې په دوام آریال څرګنده کړه چی دغه سازمان په افغانستان کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کی فعالیت کوي او په دې وروستیوکې د                  افغانستان له حکومت سره په همکارۍ د وچکالۍ ستونزې ته هم رسیدګي کوي.
اجراییه رییس په مننې او قدردانۍ سره د دغه بنسټ او د آریال فعالیتونه او په افغانستان کې د دغه سازمان هڅې ګټورې او اغېزمنې وبللی او د دغو فعالیتونو د دوام غوښتنه یې وکړه او د دوی زیاتو فعالیتونو ته د آسانتیاوو د برابرولو په اړه يې د اجراییه ریاست د همکارۍ ډاډ ورکړ.
پای /شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته