کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
افغان ځواکونو ۴٨ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل.
د ٢٠٣تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د غزني د اندړ ولسوالۍ په خاني قلعه، عالم وال او کمپ سيني سيمو کې ترسره شول، وژل شوي دي.
په وژل شويو کې د طالبانو دوه سيمه یيز قوماندانان هم شته.
سرچينې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ١٣ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى يو پټنځاى له وسلو او مهماتو سره یې ويجاړ شو.
ختم- مير افغان- اکرم