سیاست

اندونيزيا د خبرو اترو کوربه توب ته چمتو ده

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۲۵مه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د اندونيزيا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرې ريتنو مرسودي سره وکتل.
د بهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد د بهرنيو چارو وزير، د اندونيزيا جمهوري دولت له بلنې او تود هرکلي له امله مننه وکړه. رباني د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقه ليکونو د عملي کېدو په باب خبرې وکړې او په دوحه کې د سولې خبرې اترې د څرنګوالي په باب بحث وکړ .
مېرمن مرسودي هم د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د مخامخو خبرو اترو د کوربه توب له امله د اندونيزيا تيارى  څرګند کړ.
دغه راز رباني افغانستان ته د اندونيزيا دولت له خوا د ۱۰۰تحصيلي بورسونو د ورکولو له امله قدرداني وکړه او د کانونو په ګډون په کليدي برخوکې يې د اندونيزيا د پانګونې غوښتنه وکړه .
دواړو لورو د دوه اړخيزو همکاريو، د سولې د بهير او د سيمه ييزو همکاريو په باب خبرې اترې وکړې او وروسته يې د خبرو وړ موضوعګانې له خبريالانو سره شريکې کړې .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته