کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٥ :
د هلکانو او نجونو په برخو کې د ګلف انتخاباتي سيالۍ پرون په کابل کې پيل شوې
د بدني روزنې اوسپورت رياست د خپرونو آمريت د باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دغو سياليو کې چې د قرغې د ګلف په ورزشي ډګر کې د اوو ورځو لپاره پيل
شوې دي د هېواد له مرکز او د باميانو او هرات له ولايتونو څخه شپيته تنه
ورزشکاران ګډون لري .
يوه ا ړونده خبرځاى وويل : د دغو سياليو په پاى کې لس غوره څيرې د هلکانو ملي ټيم ته او لس نورې غوره څيرې د نجونو ملي ټيم ته انتخابيږي او ټاکل شوې ده د ګلف د نجونو او هلکانو ملي ټيمونه په هغو سياليو کې ګډون وکړي چې دتايلند په هېواد کې ترسره کيږي
0 1 دقیقه لوستل