امنیت

په ننگرهارکې د داعش پر خلاف جگره کې نهه طالبان ووژل شول

کابل_باختر د وري د مياشتې ١٨ مه
په ننګرهارکې د داعش پر خلاف جګړه کې د لغمان نهه تنه طالبان وژل شوي دي.
د ننگرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی پر وينا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش له وسله والو سره په جګړه کې د لغمان د الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو نهه تنه وسله وال مخالفین چې څه موده وړاندې تللي وو، درې ورځې مخکې د داعش ډلې له لوري وژل شوي دي.
دغه وسله وال مخالفین چې څلور تنه یې د مشهور قوماندان قهرمان او پینځه نور یې د یو بل نوموتي قوماندان چمن په ډلو پورې تړلي کسان و، یادې ولسوالۍ ته د خپلو وسله والو ډلو د ملاتړ لپاره تللي وو، چې د داعش له لوري تر نیول کېدو وروسته وژل شوي دي.
ځواک زياتوي، د مخالفو وسله والو د دغو مشهورو قوماندانانو دغو ډلو وړاندې تر دې د لغمان د الیشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو په بېلا بېلو سیمو کې په تروریستي فعالیتونو، چاودنو، د ماینونو په ښخولو او وسله والو بریدونوکې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته