مزارشریف د مرغومې ۳ باختر.
په بلخ کې د باقر(ع ) خیریه بنسټ د قران کریم ، د لیک لوست د زده ګړې او د کمپیوترپه څانګوکې څه دپاسه اویا بېوزلوکورنیو ته په وړیا توګه زده کړې ورکړي دي.
د باقر(ع ) د ښارګوتې يومسوول ظفر باختراژانس ته وویل چې دغه بنسټ د قرانکریم او دیني موضوعاتو، دلیک لوست ، خیاطۍ او کمپیوترپه برخوکې ددغه ښارګوټې اویا بېوزلي او بې سرپرستې کورنۍ ته په وړیا توګه زده کړې ورکړې دي .
هغه زیاته کړه چې دغه خیریه بنسټ پخوا د امام باقر(ع ) ښارګوټي یې د بېوزلو او بې سرپرستوکورنیو د استوګنې لپاره په شپېتوجریبه ځمکې په ساحه کې جوړې کړې دي ختم -ع