امنیت

په نيمروزکې يو تن له يوې زياتې اندازې نشه يې توکو سره ونيول شو

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢٦
پوليس پرون په نيمروز ولايت کې د٣٨٠ کيلوګرامه نشه يي توکو په کشفولو بريالي شول.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير پرويز د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وريښمو پله په ساحه کې د پوليسو د اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې په يوه ترانزيتي موټر چې ايران ته روان و؛ ٣٨٠ کيلوګرامه هيرويين کشف او ضبط شوي دي.
خبرځاى وويل: د موټر چلوونکى نيول شوى او په دې باب د پوليسو تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته