ټولنه

په قندهارښارکې د نوی سړک د جورولو کار پیلیږي

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ١٣ مه
کندهارښاروال انجنیر روښان ((ولسمل )) دښار دلومړي ناحيې دمدیر ، وکیلانو او د دنوي سړک اړوند دکورونو له خاوندانو سره وکتل او د هغه سړک په اړوند یې ورسره مفصلې خبرې وکړې کوم چې کندهار ښاروالۍ غواړي چې د لومړۍ ناحيې اړوند د نوي سړک په امتداد يې نوي وغځوي او د ښار د مخابراتو پرمخامخ یې له احمد شاهي واټ سره ونښلوي.
ښاروال په همدې موخه د یادې ساحې هغه خلګ راغوښتې وه کوم چې د سړک په مسیر کې یې ملکیتونه استملاک کیږي چې له هراړخیز بحث وروسته مجلس پریکړه وکړه چي د دوی د منځ څخه دې یو پنځه کسه انتخاب شي، د نمایندګانو په شکل ترڅو د یاد سړک په مسیر کې د هغه کورونو له مالکینو سره بحث وکړي کوم چې ملکیت یې د سړک د رغونې په پلان کې شامل دی او استملاک کیږي او اسناد یې په ښه توګه برسي کړي.
همدا راز کندهار ښاروال انجنیر روښان ((ولسمل )) دوی ته وویل چې ۷کاله مخکې چې دکندهار ښاروالۍ لخوا دښار د ښکارپوردروازې په سیمه کې چې کوم دوکانونه تخریب شوي وو او استملاک یې نه وو ورکول شوی اوس یې خوشبختانه کندهار ښاروالۍ استملاک ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته