خبرونهاقتصادټولنه

پکتیکا او میدان وردګو کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د چک ډېمونو د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د ثور ۶ مه ، باختر 

د پکتیکا  او د میدان وردګو د سیندیزې فرعي حوزو مسوولینو په دغه ولایتونو کې د دوو چکډېمونو د رغولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.

د پکتیکا ولایت د ګومل پکتیکا سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د اومني ولسوالۍ د ګیناوې کلي چک ډېم د ۲ میلیونه ۲۹۷ زره ۴۶۳ افغانیو په لګښت د رغولو چارې پيل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد چک ډېم د  ۳۰ متره اوږدوالي د ۵.۵ متره لوړوالي رغول کېږي چې د ۳۷ زره او ۳۴۳ متره مکعب اوبو د ذخیره کول وړتیا لري.

د یاد ولایت د ګومل پکتیکا د سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د اومني ولسوالۍ د ګیناوې کلي چکډیم د ۲ میلیونه ۲۹۷ زره ۴۶۳ افغانۍ په لګښت د رغونې چارې پیل شوي دي.

ورته مهال د میدان وردګو سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالصمد د یاد ولایت په دایمیردادو ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

 هغه زیاته کړې چې یاد بند  د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه رغول کېږي چې ۵۰ متره سور او ۷.۵ متره لوړوالی لري او د ۲۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري چې چارې به یې په ۳ میاشتو کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له لوري تر دې وړاندې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د یوه یوه چکډېم د جوړولو لړۍ پيل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته