امنیت

په کابل کې د ځانمرګي بريد له امله پنځه تنه شهيدان شول

کابل – باختر د ليندۍ د مياشتې ٢٠
د هغه ځانمرګى بريد له امله چې نن سهار د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې رامنځته شو؛ د ملي اردو پنځه تنه ځواکونه شهيدان شول.
يو اړونده خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: ځانمرګى بريدکوونکى ځان د تره خيلو په تنګي کې د ملي اردو د ځواکونو يوې واسطې ته څېرمه وچاوه چې له امله يې د ملي اردو پنځه تنه ځواکونه شهيدان او دولس تنه نورټپيان شول .
د دغې پيښې جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته