شبرغان / د غويي د میاشتې ۱۳مه
ديارلس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان ولايت کې ووژل شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د دغه ولايت د آقچې ولسوالۍ د شهيد جبارپه کلي کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
رضايي زياته کړه: په دې بريد کې ۲۰ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او يو شمېر نوريې له سيمې څخه وتښتيدل .
په وژل شويو او ټپيانوکې د وسله والو طالبانو قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي چې تر اوسه پورې هويت يې نه دى ډاګه شوى.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وويل چې په دې پېښه کې دوه تنه وګړني پاڅون کوونکي هم شهيدان شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل