فرهنګ

پنځه لرغوني آثار دفارياب ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول .

کابل باختر د تلي  شپاړلسمه :
پنځه لرغوني آثار نن  دملي امنيت دمسوولينو له خوا دفارياب ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته وسپارل شول.
  دغه آثار  دميمنې ښار له مربوطاتو څخه  دملي امنيت دمنسوبينو له خوا له قاچاق وړونکو څخه  ترلاسه شوي دي .
  د فارياب دوالي ويندوى  احمد جاويد بيدار باخترآژانس ته وويل : په دغوآثارو
کې  درې ډبرينې  مجسمې ،  کندنکاري شوي  يو ډبرين ګيلاس او يو ډبرين  مار
شته  چې داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول .
دبيداردڅرګندونو له مخې : دوه تنه قاچاق وړونکو  چې غوښتل يې دغه آثار دقيصار ولسوالۍ  دسلطان سنجر له سيمې څخه  ديو کرولا موټر  په واسطه وليږدوي  دملي امنيت  دمنسوبينو له خوا  ونيول شول .
دفارياب ولايت دتاريخي آبداتو دمدير دڅرګندونو له مخې : دغه آثار د کوشانيانو په  دورې پورې  مربوط دي  او څه دپاسه څلور سوه کاله لرغونتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته