امنیت

په تخار کې دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکي ونيول شو .

کابل باختر د سلواغي شلمه

دتخار ولايت  په رستاق ولسوالۍ کې  د نشه يي توکو  يو قاچاق وړونکي  پرون ونيول شو .

  دغه سړى کله يې چې غوښتل شل کيلوګرامه  نشه يي توکي تاجکستان ته  قاچاق کړي  د پوليسو له خوا نيول شوى دى .

  دتخار ولايت پوليسو دباختر اطلاعاتي اژانس ته  ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره  ويلى دى  چې دغه  قاچاق وړونکي  په داسې حال کې  دپوليسو له خوا  ونيول شو  چې نشه يي توکو يې په يو ه کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړي و .

  خبرپاڼه زياتوي  چې دغه قاچاق وړونکي  دزياتي مودې راپديخوا دپوليسو  تر څارنې  لاندي  و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته