ټولنه

په روزګان کې څه د پاسه یو مېلیون افغانیو په لګښت استنادي دیوال رغول کېږي

ترینکوټ  باختر د چنګاښ ۱۷ مه
په رزوګان ولایت  کې د یومېلیون اووه سوه زرو افغانیو  په لګښت د یوه استنادي  دیوال د رغولو  چارې پیل شوې.
دغه استنادي دیوال چې څلور  سوه شپاړلس متره اوږدوالی لري د ولسي پروګرام له خوا رغول کېږي.
د روزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته  وویل چې د دغه پروژې په پلي کولوسره به بې کاره  کسانو ته د  کار د پيدا کېدو ترڅنګ د سیلابونو او د اوبو د  ضایع کېدو  مخه هم ونیول شي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته