سیاست

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې د دوه اویایمې کلنۍ ناستې په څنډه کې د آسیايي همکاریو د ډیالوګ پروسې په ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د وینا متن :

کابل باختر دوږي دمياشتې ٣١ نيټه :
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې  د دوه اویایمې کلنۍ ناستې په څنډه کې د آسیايي همکاریو د ډیالوګ پروسې په ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د وینا متن :

بسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر والاحضرت شیخ عبدالله بن سلطان آل نهیان ؛
د ایران  اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب محمد جواد ظریف؛ عالي جنابانو د آسیايي همکاریو د ډیالوګ بهرنیو چارو وزیرانو ؛ آغلیو او ښاغلیو
اجازه راکړۍ  ایران اسلامي جمهوریت ته  د ۲۰۱۷ –  ۲۰۱۸مو کلونو لپاره د آسیايي همکاریو د ډیالوګ دمشرۍ مبارکي ووایم، او همدې ترڅ کې د دغې ناستې عالی ترتیباتو پخاطر خپلې نیکې هیلې او تمنیات څرګند کړم.
دغه راز مونږ په ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷ کلونو کې د مشر په توګه د آسیایی
همکاریو د ډیالوګ ریاست په بریالي توګه د پای ته رسیدو  په خاطر عربی اماراتو دولت څخه قدرداني کوو
ښاغلی رئیس
آسیايي همکاریو ډیالوګ په اقتصادي، فرهنګي ‎، سوداګرۍ ، انرژي
او مالي برخو کې ډېر مهم چوکاټ دى.
زمونږ  په  قاره کې د همکاریو پیاوړتیا لپاره دی سازمان، یو اغیزمن میکانیزم برابر کړى دى  په تېرو ۱۵ کلونو کې د آسیایي همکاریو د ډیالوګ د پرلپسې ودې او پرمختګ شاهد ؤ
په هر صورت کې ، مونږ په دې باور يو چې د د لا زیاتو هلو ځلو ترسره کول کېدای شي  د آسیايي همکاریو ډیالوګ په چوکاټ کې بشپړ همکاریو پټانسېل ترلاسه کړي.
پدې لاره کې، مونږ باید په راتلونکې کې د امن او سوکاله آسیا  نسبت په نویو ژمنو سره چې د لوریو د تګلارو او د همکاریو په نوښتونو سره حقیقت مومي، نږدې شو.

درنو همکارانو ؛
افغانستان آسیايي همکاریو ډیالوګ کې غړېتوب ته زیات اهمیت ورکوي او مونږ په بشپړه توګه د دغې ناستې د موخو پرمختګ ته په بشپړه توګه ژمن یو .
زمونږ ژمنه په دې هیله ده چې په اقتصادي ډګر کې او نورو ډګرونو کې به دلوریو ګټورې همکاری د ګډې سولې او سوکالۍ لاره هواره کړي.
په همدې دلیل دسیمه ییزو همکاریو رواجول،زمونږ دبهرني سیاست اساس جوړوي.
افغانستان کې امنیتي او اقتصادي ننګونو سره سره، مونږ په سیمه کې خپل تاریخې نقش لاس ته راوړلو لپاره د همغږی هلې ځلې  سهیلي اسیا – د سهیل لویدیزې اسیا او منځنۍ اسیا د نښلولو د پل په عنوان ، ترسره کړې .  دغه کار د دې لامل کېږي چې افغانستان د ملتونو او تمدنونو ترمنځ غوړیدلي اقتصادي فعالیتونه او فرهنګي راکړه ورکړه ولري.
د سیمه ییزو شریکانو ترڅنګ، د وصلېدو په بیلابیلو پروژو کې له دې ډلې مونږ خپله  سیمه کې د ترانسپورټ او د انرژۍ زيربناو د کتو وړ پرمختګ په حال کې یاستو په دې برخه کې، افغانستان کې سیمه ییز اقتصادي همکاریو کنفرانس چې د (رکا) په نوم پېژندل  کیږي، پرمختګ په حال کې دی او اقتصادي همکاری زمونږ په سیمه کې د ټولو په ګټه تشویقوي.
افغانستان په مشرۍ د آسیا زړه پروسه یو بل نوښت دی  چې د افغانستان او  د لېرې او نږدې ګاونډیانو ترمنځ د همکارۍ روحېې   په رامنځته کولو کې ېې مرسته کړې ده.
د باور جوړونې تدبیرونو پروسې له لارې پرمختګونه لدې ډلې ترهګرۍ پر ضد مبارزه، نشه يي توکو پر ضد مبارزه ، د پېښو، مدیریت ، زدکړې او زيربناو له لاری رامنځته شوي دي.
د آسیايي همکاریو ډیالوګ څخه ګڼ شمیر هېوادونه د آسیا زړه بهیر د غړو هېوادونو فعال غړي دي دغه کار د شریکو ننګونو هواري او ګډو موخو رېښتیاینې لپاره زمونږ د بیاځلي ګډ ې ژمنې ښکارندويي کوي.
په دې اساس، افغانستان د لاډېر تعامل غوښتونکی دی کوم چې د
افغانستان  دوامداره او غښتلې پراختیا تثبیتولو لپاره د بین المللي
هلو ځلو د یوې برخې په عنوان د آسیايي همکاریو د ډیالوګ  له پایلې سره جوخت او مل دی.
ښاغلی ریس
مونږ د ټولو سیمه ییزو سازمانونو په ارزښتناک نقش چې خپله سیمه کې پراخو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا لپاره د یوه اغیزمن  سیسټم په عنوان نقش لري ، باور لرو.
آسیايي همکاریو ډیالوګ په چوکاټ کې او نورو ناستو کې به افغانستان  آسیا کې پایداره پرمختګ سره مرستې لپاره خپل فعال او غځيدلی  رول لوبولو ته دوام ورکړي.
په دې لاره کې به یوې آسیايي ټولنې رامنځته کولو لپاره آسیا کې همکاریو لپاره د ۲۰۳۰ آسیايي همکاریو ډیالوګ لورلید څخه ملاتړ وکړي او ۲۰۳۰ کال کې د با ثباته او پایداره پراختیا آجندا سره  په سمون کې د دغه لورلید له مهمو ارکانو څخه به یو مهم رکن وي
په دې اساس،  مونږ باید د ننګولو له منځه وړلو په برخه کې د هرډول سیاسي، امنیتي، خنډونه، اقتصادي او ټولنیزو خنډونو  په وړاندې چې توله اسیا کې د پایداره امنیت او سوکالۍ په لاره کې زمونږ د ګډو پرمختګونو خنډ ګرځي د نویو همکاریو په رامنځ ته کولو ژمنه وکړو.
په دې هلو ځلو کې مونږ باید دجګړې په حال کې، له جګړې وروسته، هېوادونو، لږ پرمختللو هېوادونو او وچه کې راښکېلو هیوادونو  اړتیاو ته ځانګړې پاملرنه وکړو.
د افغانستان په تړاو، مونږ د ترهګرۍ په وړاندې چې سیمه ییزي او بین المللی مراندې او ریښې لري ستاسو غوڅ ملاتړ ته چې پایلو سره مل وي زمونږ هیواد کې د ثبات په منظور ، اړتیا لرو.
په دغو هلو ځلو کې زمونږ ګډ بریالیتوبونه به، آسیا کې د افغانستان نقش، لویې وچې(قاره) سوکالۍ پخاطر زمونږ په پراخه سیمه کې د بشري او طبیعي پوټنسېل په تړاو، ځواکمن کړي.
اسیايي همکاریو ډیالوګ غړو تر منځ د همکاریو ځواکمنو په تړاو، مونږ خپلو دغو موخو همغږه کولو او  ترسره کولو په موخه اغېزمن میکانیزم ته اړتیا لرو.
مونږ باور لرو چې اسیايي همکاریو دیالوګ سکرټریت رامنځته کول په دې لاره کې یو مهم ګام بلل کیږي. او دکوېټ  له دولت څخه د سکرټریت مرکزي دفتر کوربتوب په خاطر مننه کوو.
آغلیو او ښاغلیو،
دپرمخ بيولو په موخه، مونږ آسیايي همکاریو ډیالوګ ترسره کولو په خاطر، د همکاریو شپږ ارکانو، د نښلولو د شبکې ځواکمنولو، د خوړو زیاتولو، اوبه، د انرژۍ اهمیت، زمونږ په سیمه کې پایداره او ټيکاومنې پراختیا او  همدغه رازدعلومو ، ټکنالوجۍ، دژوندچاپېریال، فرهنګ او زده کړې په ډګرونو کې د همکاریو د اړیکو رامنځته کولو ته پاملرنه وکړو.
په دې لاره کې، نورو ویناوالو سره د اړونده موخو تحقق پخاطر د
ملموسو برنامو چمتو کولو پخاطر همغږه کیږو.
دغه راز، له موقع څخه په ګټې اخېستو سره، آسیايي همکاریو ډیالوګ غړو هېوادونو څخه د بشرحقونو شورا  لپاره د افغانستان له نوماندیدونکي (کاندیداتور)  څخه د ملاتړ غوښتنه کوم چې موخه او برنامه ېې په ټوله نړۍ کې دبشري حقونو پرمختګ دى.
افغانستان ددغه نړیوال مسولیت لپاره د اړینو شرایطو درلودونکی دى او هغوی څخه د بین المللي قوانینو پر بنیاد خبرې کوي.
په پای کې، زه  یو ځلې بیا د آسیايي همکاریو ډیالوګ ټولو  غړو هېوادونو سره زمونږ د ګډو همکاریو او موخو ځواکمنولو په تړاو چې         د ډله ييزو اقداماتو له لارې به ترلاسه شي د افغانستان په ژمنه ټینګار کوم.
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته