اقتصاد

د ۱۹ میلیونو افغانیو په لګښت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې پُل جوړېږي

کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په ابکو صیب کې د ۱۹میلیونو افغانیو په لګښت د یوه پل د رغولو چارې پیل شوې.
چارواکي وايي چې دغه پُل په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ابکو صیب پر خوړ باندې د ۱۶۰ مترو په اږدوالي رغول کېږي چې چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د خوږیاڼيو د ولسوال مرستیال محمد ایوب بهار د دغه پُله د چارو د پيلدو پرمهال هيله وښوده چې په دې ولسوالۍ کې نورې رغنیزې چارې هم ترسره شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته