کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
داسيا دفوټبال له شپاړلس کلنۍ څخه ښکته مقدماتي سياليو په دوام دهېواددشپاړلسو کلنو ځوانانو دفوټبال ملي ټيم دبوتان ملي ټيم ته ماتې ورکړه . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې په دغو لوبو کې دهېواد له شپاړلس کلنۍ څخه ښکته دفوټبال ملي ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دبوتان ټيم ته ماتې ورکړه .
افغانستان ددغوسياليو په دريم ګروپ کې دلبنان ، قرغزستان ، بوتان او ايران له هېوادونو سره په يوه ګروپ کې دى او دهېواد دشپاړلس کلنو ځوانانو د ټيم دراتلونکي لوبه ايران له ټيم سره ده .
ختم_ عطاالله _ اکرم