روغتیا

دهيواد دلويديځې حوزې په روغتون کې د ٣٠٠٠ تنو ناروغانو درملنه .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
د روان کال په بهير کې دهرات دحوزوي روغتون د ايرولوژى په تخصصي برخه کې د ٣٠٠٠ تنو ناروغانو درملنه شوې ده .
دهرات دمرکزي روغتون مسوولين وايي چې په دغه روغتون کې دلومړۍ تخصصي څانګې په جوړيدو سره دهغو ناروغانو ستونزې چې د بډوډو او دمثانې د ډبرو په ناروغۍ او د پروستاد په ناروغۍ اخته دي لرې شوي دي او دغه کسان له هيواد څخه په بهير کې د درملنې لپاره د زياتو لګښتونو دورکولو له ستونزو څخه خلاص شوي دي.
دهرات دمرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي څرګنده کړه دالومړى ځل دى چې ديورو لوژۍ څانګې په تخصصي ډول په دغه روغتون کې جوړيږي.
شيرزي وويل چې ددغې څانګې له پرانستلو وروسته په تيرو نهو مياشتو کې په دغې څانګه کې د ٣٠٠٠ تنو ناروغانو درملنه شوې ده .
ده زياته کړه :- په دې مرکز کې دغه راز په وړيا ډول دسلګونو تنو نورو ناروغانو درملنه شوې ده .
دهرات دحوزوي روغتون د اداري مدير دڅرګندونو له مخې چې دوى هلې ځلې کوي چې دهرات په حوزوي روغتون کې دبډو ډو د پيوند او جراحۍ مرکز هم فعال کړي.
ده څرګنده کړه چې ددغه مرکز دجوړولو او د دستګاو دبرابرولو په لاره کې به څه ناڅه ٣ مليونه افغانۍ ولکيږي او دغې مهمې موخې ته درسيدو په لاره کې دمالي همکارۍ دجذب لپاره دحوزوي روغتون دمسوولينو هلې ځلې پيل شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دبدډوډو د پيوند مرکز دلومړي ځل لپاره دهيواد په کچه دخصوصي برخې له خوا په هرات کې جوړ شوى دى او دجراحۍ څو عمليات هم په برياليتوب سره ترسره شوي دي.
ديورولوژۍ څانګې ته مراجعه کوونکي ناروغان دهرات په حوزوي روغتون کې ددغې څانګې دجوړيدو له امله خوښي څرګندوي او وايي چې په تيرو وختونو کې په هرات کې ديورولوژى دتجهيزاتو او امکاناتو دنشتوالي له امله له زياتو ستونزو سره مخامخ و او همدا اوس زياتره ستونزې په ډير لنډ ممکن وخت کې لرې کيږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته