نړۍ

دکراچي په تاوتريخوالې کې پنځه تنه نور ووژل شول.

کراچي– باختر دسلواغۍ اوومه :
دپاکستان دکراچي له ښار څخه د را رسيدلو خبرونو له مخې، نن سهار څه ناڅه پنځه تنه د دغه ښار په نوى تاوتريخوالې کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې دوه تنه پوليسان شته چې د دندې د اجراکولو په وخت پرې بريد وشو او په دريو تنو نورو دکورنګي په ناحيه کې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا بريد شو او بريد کوونکي په تيښتې بريالي شول او دپوليسو وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وړي دي.
په همدې حال کې يو مړى چې دځورونې نښې نښانې پکې ليدل شوې دي، دکراچي په صدر ناحيه کې او يو بل مړى هم په مومن ګات په سيمه کې موندل شوى دى .
سربېره پردې،څلور تنه نور دپاکستان دکراچي ښار به بېلابېلو سيموکې دناپيژندل شويو کسانو له خوا په ډزو سره ټپيان شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: دپاکستان د يوې استخباراتي ادارې مامورينو په سهراب ګات ناحيه کې دپاکستاني طالبانو د ډلې د يو فعالې د نيولوخبر ورکړ.
نيول شوى سړى علم شير نوميږي او د دغې سيمې په يو هوټل کې ونيول شو او په دى د پوليسو په يو جګپوړي افسر دبمي بريد، انسان تښتونې او نورو جنايتونو تورلګول شوى دى.
 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته