سیاست

فضل الهادي مسلميار دامريکا دمتحده ايالاتو دسولې دانستيتوت له مرستيال او ددغه انستيتوت دافغانستان اوپاکستان دڅانګې له مسوول سره وکتل.

کابل باختر دجدي  ٣٠ :

دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميارنن  دامريکا دمتحده ايالاتو دسولې دانستيتوت له مرستيال  ابي ويليام  او ددغه انستيتوت دافغانستان اوپاکستان دڅانګې  له مسوول  اندريو ولدرسره د ملي شورا په مقرکې  دپيژندګلوي کتنه وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دمشرانو جرګي دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې.

دوى  ددغې کتنې له امله  دخوښي په ترڅ کې   درسمي عدالت ا وغير رسمي عدالت ، دپوځي ليږدونې دبهير ، سياسي ليږدونې ، اقتصادي ليږدونې   او دقطر دسولې دبهير په باب  دمعلوماتو غوښتنه وکړه.

مسلميار په خپلو خبرو کې  دانګليس او پخواني شوروي  دتيريو دتاريخي تګلوري او دتروريزم اوالقاعده دروانو  عملونو په باب خبري وکړي او هريو يې بهرني عوامل وبلل او ويې ويل  چې دغه پيښې  څيړنکو او علمي او تحقيقي  انستيتوتونو ته ښه معلوم دي   چې ټول يې له بهرڅخه په افغانستان تپل شوي دي .

دمشرانو جرګي رييس په هيواد کې درسمي اوغيررسمي  عدالت تعميلول يوپرځاى کار  او دالله   (ج)  حکم وباله او ويې ويل چې  مشرانو جرګه په هيواد کې درښتينې عدالت پلوي دي او دهغه ملاتړ کوي .

ده  په هيواد کې  دپوځي ليږدونې بهير دافغانستان دخلکو غوښتنه او دهيواد دخپلواکي   اوملي واکمني  ښکارندوى وباله او دغه ملي داعيه کې يې  دښکېلو  لورو  دملاتړ غوښتنه وکړه. اواقتصادي اوسياسي ليږدونې   په برخه کې داسې وويل چې اقتصادي ليږدونه ددغو بهيرنو مهم بهيردي   او افغانستان له څه دپاسه دريو  لسيزو جګړو ويجاړيو  ژورتيا ته په پاملرنې سره  له اقتصادي پلوه په خپلو پښو دريدو ته رسيدلي   او دسياسي بهير په ليږدونه کې  اواره اوښه لاره دهيواد داساسي قانون په  چوکاټ کې دانتخاباتو لاره  ده چې دهغه په ر ڼا کې دهيوا د  راتلوونکې سياسي نظام جوړشي .

دمشرانو جرګي ر ييس په هيوادکې دسولې بهير يوځل بيا دځان  او دمشرانو جرګې له خواتائيدکړخو  دقطردسولې پروګرام يې يو ګنګ پيچلي ا ونامعلوم بهير وباله او ويې ويل چې  په دووستروجرګو اودسولې په مشورتي جرګه کې هم دهيواد غوره سياستوال  په دي کار باور درلود  اوپه کابل  ، سعودي عربستان اويا په ترکېې کې په خپله دافغانانو له خوادرښيتنې اوعادلانه سولې دپروګرام  دپرمخ بيولو غوښتنه کړې وه.

 په پاى کې مسلميار  ديو علمي اوتحقيقي انستيتوت په توګه دامريکادسولې  له انستيتوت څخه غوښتنه وکړه چې دامکان په صورت کې دموادو او تجهيزاتو له پلوه دملي شورا له پارلماني انستيتوت سره مرسته وکړي.  او دمشرانو جر ګي   او ددغې جرګي  ددارالانشا غړو ته  دسولې په باب دمعلوماتو او تجربو  دتبادلي  پروګرامونه تنظيم کړي . او دانتخاباتو دبهير دافغاني کولو  اوپه افغانستان کې ديوشمير بهرنيو عسکرو دبشر ضد  کړو وړو او هويت   افشا  او دهغوى  په مجازاتوسره  په نړيواله  کچه دنړۍ دمدني اوحقوقي ټولنو دمرکزونو ذهن ر وښانه کړي  چې ددغه انستيتوت دمسوولينو له خوا  په دې برخه کې  دامکاناتو تر پولې پوري دهمکاري ژمنه وشوه.

په دې کتنه کې دمشرانو جرګي دنړيوالو چارو د  کميسيون رييس عارف الله پښتون او ددغې جرګي ددارالانشا لوى رييس محمد کاظم ملوان هم حاضر و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته